افغانستانامنیتدریهرات

هرات؛ د امربالمعروف وزیر د لوېدیځو ولایتونو له ديني عالمانو او قومي مخورو… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-13 19:13:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد لوېدیځو ولایتونو ته د رسمي سفر پر مهال د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو متنفذینو او مسوولینو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي کې د ګډي همږغۍ په موخه په هرات کې ناسته کړې ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي:«د بشري حقوقو نړیوال دعوه‌ داران اصلاً د بشر د حقوقو په تعریف نه پوهېږي، ځکه د بشر حقوق یوازې دوه درې مسائل نه دي بلکې امنیت، د ژوند، مال او عزت ساتنه، له فساد او بې لارې څخه راګرځول، له نشه‌ یي توکو خلاصون او ورته نور د بشر اساسي حقونه دي، چې یوازې اسلامي نظام دا حقوق ورکړي.»نوموړي زیاته کړې، چې نړیوال کفري جهتونه د نړۍ په نورو سیمو کې د زرګونو ښځو او ماشومانو په قتل عام او پر هغوی د کېدونکو وحشتونو په تړاو چپ پاتې دي، خو په افغانستان کې د حجاب په کولو، یا دې ته ورته نورو چې د شریعت حکم وې، غوغا جوړوي او واقعیتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره په شیطانت سره تحریفوي. ښاغلي الحنفي د خپلو خبرو په دوام نړیوالو ته په خطاب کې وویل:« په افغانستان کې د اسلام له اصولو سره موافق د بشر حقوق تأمین دي زړه‌ سواند جهتونه دې له هغو محکومو ولسونو سره د بشریت د حقوقو رښتینې خواخوږي وکړي، چې د وخت جابرانو یې ټول انساني حقوق پایمال کړي او حتی د ژوند کولو حق نه ورکوي.»

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-13 19:13:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هرات؛ د امربالمعروف وزیر د لوېدیځو ولایتونو له ديني عالمانو او قومي مخورو سره کتلي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-13 10:05:57

هرات؛ د امربالمعروف وزیر د لوېدیځو ولایتونو له ديني عالمانو او قومي مخورو سره کتلي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button