په کراچۍ کې د افغانستان سرقونسل عبدالجبار تخاري ويلي: هغه افغان زدهکړیالان، چې د پاکستان د سند ایالت په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي؛ تر اوسه له جدي ستونزو سره نهدي مخ شوي، خو د دوی د ویزو له پای ته رسېدا سره د نوو ویزو د ورکړې بهیر درېدلی دی. تخاري ویلي، چې دې چارې د زدهکړیالانو اندېښنې زیاتې کړي او هغوی د ویزو د ورکړې او غځولو د بهیر د بیا پیل پر تمه دي. هغه زیاته کړې؛ د پاکستان په ځینو نورو ایالتونو کې یو شمېر افغان محصلان له ستونزو، په ځانګړي ډول له جبري ایستلو سره مخ دي؛ هغه ستونزه، چې د دوی د زدهکړو دوام یې له ننګونو سره مخ کړی دی. د بدخشان پامیریانو د ماشومانو لپاره د معیاري لیسې او لیلیې غوښتنه وکړه هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپېتېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده. د بدخشان ولایت د پامیر اوسېدونکو له حکومت غوښتي، چې د دې سیمې د ماشومانو د غوره زدهکړو لپاره دې د لیلیې له آسانتیاوو سره یوه معیاري لیسه جوړه شي. د پامیر یو شمېر اوسېدونکي وايي، د استوګنې سیمو او ښوونځیو ترمنځ اوږده واټنونه، د تګ راتګ د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News