د کندهار ولایت مقام ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د لارښوونې له مخې؛ د دې ولایت د امنيې، عبور او مرور شاوخوا ۸۰۰ شُرطې ځواکونو(د ټرافیکو پولیس یا د تګ راتګ د نظم ساتونکي ځواکونه) ته یوورځنی سمینار ورکړ شو. دا سمینار تېره ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي او د ارشاد، حج او اوقاف وزیر مولوي نورمحمد ثاقب په کې ګډون ترسره شوی دی. په دې سمینار کې د پلټنې د اصولو او کړنلارې پر ښوونې سربېره ګډونوالو ته د مسوولیتونو د سم ترسره کولو، له ولس سره د ښه چلند، د عدالت د رعایت، د شریعت د پیروۍ، د ځواکونو ترمنځ د یووالي د ساتلو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر له محتسبینو سره د همکارۍ، له اختلافاتو او ځینو ناپسندو کړنو څخه د ډډه کولو په اړه هم سپارښتنې او لارښوونې وشوې. د کندهار والي محمدشیرین آخوند ګډونوالو ته ویلي، د اسلامي نظام د بریا راز په اطاعت، اتفاق او یوې رهبرۍ کې دی او له ځواکونو یې غوښتي، چې د ولس امنیت خوندي وساتي او خپلې دندې د اصولو له مخې ترسره کړي. هغه د اسلامي نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د اسلامي نظام د بریا راز په یوه رهبرۍ، اطاعت او یووالي کې نغښتی دی. نوموړي له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News