د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې د جاپان له سفیر کنیچي ماساموټو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان پر دوهاړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو همکاریو بحث وکړ. د جاپان سفیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به نورې هم پیاوړې شي. هغه د نشهیي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت اغېزمنه مبارزه، د امنیتي وضعیت ښهوالي او پرمختګونه وستایل او د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ یې د بروکسل له غونډې هرکلی وکړ. محمد نعیم د جاپان له مثبت دریځ او د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد له همکاریو مننه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او متقابلو تعاملاتو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ. ویل کیږي، چې دواړو لوریو د همغږۍ او دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګډو غونډو پر ارزښت او اړتیا ټینګار وکړ. متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې د افغانستان د پولو امنیت تر کنټرول لاندې دی؛ د هېواد خاوره به د بل هېواد پر وړاندې ونهکارول شي د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News