د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي؛ یوه شاوخوا دوه زره کلنه لرغونې سکه، له موندل کېدا او قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته د دې ولایت ولایتي موزیم ته سپارل شوې ده. د بغلان اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي، دا لرغونې سکه یوه ماشوم هلک د برکې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې وه. د اسدالله مصطفی هاشمي د څرګندونو له مخې؛ دغه تاریخي سکه د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې او اوس د همدې ریاست په ولایتي موزیم کې ساتل کېږي. هاشمي زیاته کړې: لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا سکه د یونان ـ باختري دورې پورې اړه لري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونې ده؛ خو د هغې د کره نېټې، ځانګړنو او اصالت د معلومولو لپاره به نورې څانګیزې څېړنې هم ترسره شي. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي، که لرغوني آثار ومومي؛ نو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته دې وسپارل شي، چې د هېواد له فرهنګي میراث څخه په سمه توګه ساتنه وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام هیڅ لوري ته ګټه نهلري – ذبیحالله مجاهد اروپا اسلامي امارت ته له انزوا څخه تعامل ته نږدې کېږي – د هند…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News