Healthافغانستاندری

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-05 10:10:44🎙 رادیو را بشنوید

ملګرو ملتونو ویلي؛ اوس‌مهال داسې هیڅ نښه نه‌لیدل کېږي، چې د دې ټولنې غړي هېوادونه دې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه. هغه ویلي:« دا هېوادونه دي، چې پرېکړه کوي؛ کوم حکومت پر رسمیت وپېژني. تر اوسه واکمن چارواکي پر رسمیت پېژندل شوي نه‌دي او تر کومه، چې زه خبر یم؛ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره هیڅ هڅه نه‌ده شوې.» دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) خبرداری ورکړی، چې که څه هم امنیتي وضعیت ښه شوی؛ خو اوس هم په افغانستان کې میلیونونه کسان له لوږې، بېوزلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. په افغانستان کې د اوچا ویاندې اولګا چروکو ویلي، افغانستان اوس هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو څخه دی. هغې د نورستان وروستیو سېلابونو ته په نغوته کې ویلي، چې ډېرو کورنیو خپل عزیزان، کورونه، شتمنۍ او د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي. د نوموړې د څرګندونو له مخې، مرستندویه بنسټونو له دغو سېلابونو وروسته زیانمنو شویو کسانو ته خوراکي توکي، سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د څښاک اوبه او نورې بېړنۍ مرستې چټکې رسولې دي. اولګا…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-05 10:10:44

خط زمانی

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منابع

Afghan sources

AriananewsPS
2026-08-05 06:14:02

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button