Economyافغانستاندریغور

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

در حال تکمیلEconomyغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 22:24:06🎙 رادیو را بشنوید

د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق ویلي، چې له ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) سره یې د پېنځه میلیون ډالرو پر ټولیز ارزښت د بشري مرستو دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي، چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې ده. د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي. د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق د څرګندونو له مخې، دا مرستې به د بېړنیو بشري پروګرامونو او پروژو د تمویل، د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو او زیانمنو او اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ولګول شي. په خبرپاڼه کې راغلي، دا مالي مرسته به د اوچا تر مدیریت لاندې د افغانستان بشري صندوق ته دا وړتیا ورکړي، چې بشري کړکېچونو ته په چټکۍ او ډېرې اغېزمنې همغږۍ ځواب ووایي، له همکارو بنسټونو ملاتړ وکړي او د بشري مرستو د عملیاتو همغږي پیاوړې کړي. د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق زیاته کړې، چې د دغو هوکړه‌لیکونو پر لاسلیک له اوچا سره په ګډو پروژو کې د کویټ ټولې مرستې شاوخوا ۱۶.۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي. امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ چین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 22:24:06

خط زمانی

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منابع

Afghan sources

AriananewsPS
2026-08-06 11:15:45

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button