د افغانستان د کانونو د ډبرو یو شمېر پروسس کوونکي او سوداګر له حکومته غواړي چې بهر ته د خامو ډبرو د صادراتو مخه ونیسي او په هېواد کې دننه د دغو ډبرو پروسس ته زمینه برابره کړي. زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائي مشر، محمد یوسف امین، وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هراته د څه باندې ۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت د کانونو کابو ۱۰۴ زره ټنه ډبرې صادرې شوې دي. د هغه په وینا، د دغو صادراتو کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله زر سلنه زیاته شوې ده. یوسف امین وائي، په صادر شویو ډبرو کې فلورایټ، کرومایټ او نور بېلابېل ډولونه شامل دي. د هرات د کانونو ډبرې د ایران اسلامي جمهوریت ترڅنګ ترکیې، متحده عربي اماراتو، امریکا، چین او ایټالیا ته هم صادرې شوې دي. د افغانستان په هرات کې د کاني ډبرو د صنعت او سوداګرۍ ټولنې مشر، محمد احسان جامي، وایي، له هراته بهر ته صادرېدونکې پروسس شوې کاني ډبرې د خپل ښه کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې خپل ځای لري. هغه وایي، هڅه کوي چې د هرات د پروسس شویو کاني ډبرو بېلابېل ډولونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي، څو په دغو بازارونو کې د افغانستان د کاني ډبرو ډولوالی زیات شي. د کاني…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د افغانستان له هراته د ګرانبیّه ډبرو صادرات د تېر کال په پرتله زر سلنه زیات شوي دي
سرچینې
External sources
د افغانستان له هراته د ګرانبیّه ډبرو صادرات د تېر کال په پرتله زر سلنه زیات شوي دي