دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ویلي وو، د افغانستان شاوخوا درې پر څلورمه برخه وګړي، چې نږدې ۲۹ میلیونه کسان کېږي، د خپلو لومړنیو او اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. صدیقي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «دا هم د ملایانو د حاکمیت پایله ده. د طالبانو د رژیم په پنځه کلنه واکمنۍ کې افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه ګرځېدلی او له ۴۰ میلیونه وګړو څخه ۲۹ میلیونه یې په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کوي.» هغه د طالبانو پر مشرانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د لوږې، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، طالب مشران د هېواد د سرچینو او کانونو په کنټرول، اداري فساد، سوداګریزو فعالیتونو او د هوسا ژوند په تېرولو بوخت دي. د صدیقي په وینا، د افغانستان اقتصادي وضعیت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بېساري ډول خراب شوی او میلیونونه افغانان د بشري مرستو پر اړتیا تکیه کوي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په یادو څلورو ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۳۰ کسان نیولي دي. د خبرپاڼې له مخې،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د سېشنبې په ورځ به په کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي
سرچینې
Afghan sources
د سېشنبې په ورځ به په کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي