په کویت کې د طالبانو د سفارت سر پرست محمد شفیق خطیب د دغه هېواد د مالیې له وزیر ډاکټر سید یعقوب السید یوسف هاشم الرفاعي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی دی. یو شمېر افغان پناهغوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، چې ځینې افغان کډوال تر څو اونیو بند او د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې د دېوال په اوږدو کې له جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي. له دغو پناهغوښتونکو یوه کس ویلي، چې په چالدران سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپي افغانان شته چې د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له توقیفخونو څخه ایستل شوي دي. په لېږل شویو ویډیوګانو کې نږدې ۲۰ ځوانان لیدل کېږي چې تر دوو خېمو لاندې په کمپلو کې نغښتي دي. د ځینو بدنونه ټپیان او په وینو ککړ ښکاري او د ځینو پر مخونو هم ژور ټپونه لیدل کېږي. یو افغان کډوال وايي، شاوخوا درې اونۍ د ترکیې د سرحدي ځواکونو په بند کې و. د ده په وینا، نیول شویو کسانو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او په بېلابېلو لارو شکنجه کېدل. دغه کډوال ویلي، چې ځینې کسان یې په هغو خونو کې اچول چې سپي پکې ساتل کېدل او هغه کسان یې لا ډېر…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالب سفیر له کویټي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی
Sources
Afghan sources
طالب سفیر له کویټي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږیدلی