Summary: په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کندهار زون ۲۰ رواني ناروغان، چې په تېرو څو میاشتو کې یې درملنه بشپړه شوې وه، د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د کندهار د دارالمجانین عمومي مدیر مولوي عطاءالله فرقاني د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې د ډاکټرانو او خدمت کوونکو هڅې او خدمتونه وستایل او د هغوی ونډه یې مهمه وبلله.نوموړي وویل، چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې لپاره شپږ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت به پرې یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د نوموړي په وینا، د دغه مرکز په جوړېدو سره به د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د ډاکټرانو او خدمت کوونکو د هڅو او خدمتونو د ستاینې په موخه هغوی ته ستاینلیکونه ورکړل شول او هر یوه رخصت شوي ناروغ ته پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته هم ووېشل شوه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کندهار زون کې د ۲۰ رواني ناروغانو درملنه بشپړه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول
منابع
Afghan sources
کندهار زون کې د ۲۰ رواني ناروغانو درملنه بشپړه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول