غزل ۱
1
شیرین عمـــر چی تیریږی دریغـه دریغه
د اوبــو په څیــــر بهیـــږی دریغه دریغه
2
ولی زړه پـــری خبر نه دى لـــه رفتنه
چی داهسی زر تیــــــریږی دریغه دریغه
3
ولې هسی شـــــــوی بــــی غمه زما دله
عمر باد غوندی چــــــلیږی دریغه دریغه
4
که هر څو په ډیر ناز جـوړی کړی ماڼۍ
په ا رمان ځینــــــی پاتیږی دریغه دریغه
5
دریغه دریغه اخــــــــر دریغه زما دله
چی مین جمله تیــریــــــږی دریغه دریغه
6
دا یــــاران لکـــه ګلـــــونه د بهار دی
د خـــــــزان په تاو رژیږی دریغه دریغه
7
د هجران مثال دوزخ بیــــــلتــــون ډبری
د عاشق په سر لګیږی دریغــــــــه دریغه
8
که پیدا نه وای دیدن بیلتــــون به مـړوو
له دیدنه خــــــــون بهیږی دریغه دریغه
9
اشنایی په مثال ګل حاصل یی خــــــار دى
خارشی سخت هله سوخیږی دریغه دریغه
10
احمد شاه به څه غم که وخت دهوش دى
د وصال نوبت غــــــږیږی د ریغه دریغه
غږ، ویډیو او لوستل
0د دې شعر غږيزه يا ويديويي برخه لا نه ده زياته شوې. وروسته به د هنرمندانو لوستل، راډيويي برخه، يا ويديو دلته راځي.
څېړنه او شرح
0د دې شعر لپاره شرح، علمي يادښت يا څېړنه لا نه ده تړل شوې. دا برخه د راتلونکو علمي کارونو لپاره خوندي ده.
ژباړې
0د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.
د نقل او حوالې لپاره
احمدشاه بابا، د احمدشاه بابا دېوان، غزل ۱، AB-diwan-gh-001، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/ahmadshah-baba/ab-diwan-gh-001/
سرچينه: احمدشاه بابا دېوان - دانش خپرندویې ټولنې چاپ
Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.