غزل ۱

Boorjal Poetry Archive

غزل ۱

تندی د ساقي تریو، تشې کاسې شوې، ځئ چې ځو

1
تندی د ساقي تریو، تشې کاسې شوې، ځئ چې ځو
ناسویو پتنګانو، ډیوې مړې شوې، ځئ چې ځو
2
بې لارې و، په لار شو چې راهبر شو رانه ورک
موسکۍ راته له ورایه مرحلې شوې، ځئ چې ځو
3
یارانو په پښتون اشنا مې دا نه و ګمان
جرګې له نیمې لارې راستنې شوې، ځئ چې ځو
4
شاید غرور یې مات کا دا زموږ بلا نوشۍ
رندانو د ساقي چې سترګې سرې شوې، ځئ چې ځو
5
محفل ته رقیبان یې په خپل ځای راواستول
6
اوس جوړې نورې نورې تماشې شوې، ځئ چې ځو
7
تل ستوري رهبري کړي پکې کم دي غلچکي
8
جوپو تیرې له پاسه راخورې شوې، ځئ چې ځو
9
واعظ که راته نن کړي نصیحت په نوي رنګ
10
ملګرو دا کیسې خو اوس زړې شوې، ځئ چې ځو
11
شاید چې بله شوی ده ډیوه د میخانې
12
ماښام شو د اسمان لمنې سرې شوې، ځئ چې ځو
13
حمزه وایي بدل به کړي د وخت اکربکر
14
چې سترګې د حالاتو پوښتنې شوې، ځئ چې ځو
WhatsApp Facebook X

اړوندې سندرې، دکلمې، ویډیوګانې او غږيزې سرچينې

1 رسنۍ

څېړنه او شرح

0

د دې شعر لپاره شرح، علمي يادښت يا څېړنه لا نه ده تړل شوې. دا برخه د راتلونکو علمي کارونو لپاره خوندي ده.

ژباړې

0

د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.

د نقل او حوالې لپاره

حمزه شینواری، د حمزه بابا دیوان، غزل ۱، HS-diwan-gh-001، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/hamza-shinwari/hs-diwan-gh-001/

Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.

Back to top button