خلک راته وایي چې کاروانه چنار څه معنا؟

Boorjal Poetry Archive

خلک راته وایي چې کاروانه چنار څه معنا؟

ولې راته وایې چې لږ وار کوه وار څه معنا؟

1
ولې راته وایې چې لږ وار کوه وار څه معنا؟
کار د مینې کار دی له دې کاره انکار څه معنا؟
2
ووایه د ژوند د فلسفې شاګرده ووایه
سر په اوږو څه معنا او سر وي په دار څه معنا؟
3
خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه یې
لوی به شې او پوه به شې چې سترګې د یار څه معنا؟
4
ښایي چې له دې ښاغلي لویه ښکال ورکه ده
دومره د ښکال په لټون سترګې په الر څه معنا؟
5
الس د ښکاري څه وایي او زړه د غرڅه څه وایي؟
غواړمه یوه معنا اللیه چې ښکار څه معنا؟
6
چوپ شمه که ووایم چې دنګه یار تا ښایم
خلک راته وایي چې کاروانه چنار څه معنا؟
WhatsApp Facebook X

غږ، ویډیو او لوستل

0

د دې شعر غږيزه يا ويديويي برخه لا نه ده زياته شوې. وروسته به د هنرمندانو لوستل، راډيويي برخه، يا ويديو دلته راځي.

څېړنه او شرح

0

د دې شعر لپاره شرح، علمي يادښت يا څېړنه لا نه ده تړل شوې. دا برخه د راتلونکو علمي کارونو لپاره خوندي ده.

ژباړې

0

د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.

د نقل او حوالې لپاره

پیرمحمد کاروان، چنار خبرې کوي، خلک راته وایي چې کاروانه چنار څه معنا؟، PMK-ckk-gh-001، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/peer-mohammad-karwan/pmk-ckk-gh-001/

Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.

Back to top button