تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې چې د جولای په میاشت کې یې په ټول پاکستان کې ۳۱۵ وسله وال بریدونه کړي دي. د دغې ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې په یوه اعلامیه کې د پنځو وسله والو د وژلو خبر هم ور کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې د میانوالې ولسوالۍ ۳۴کلن پوځي جګړن احسان الهي د پوځیانو د مشرۍ پرمهال په برید کې وژل شوی دی. په تیره اونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي ، چې له دېرشو زیات پرسونل او حکومتي ملاتړي په ټانک، هنګو، شمالي وزیرستان او سوات کې پکې وژل شوي دي. د افغانستان متحدې جبهې د زمري په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د جبهې مشر ډګر جنرال سمیع سادات خپلو ځواکونو ته د جګړې د پیل امر کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې د دې جبهې پوځي کمیسیون د افغانستان د ازادۍ او خلکو ته د واک د بېرته سپارلو لپاره د عملیاتو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د جبهې په وینا، د طالبانو هغه مشران او غړي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې پر پخوانیو امنیتي ځواکونو، افغان ښځو، نجونو او ځوانانو ظلم کړی او هغوی یې وژلي، د دوی د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ټي ټي پي په جولای میاشت کې په ټول پاکستان کې د ۳۱۵ بریدونو خبر ورکړی
سرچینې
Afghan sources
ټي ټي پي په جولای میاشت کې په ټول پاکستان کې د ۳۱۵ بریدونو خبر ورکړی