Economyافغانستاندری

په تېرو دوو کلونو کې ۸۱ سوداګر او صنعت‌کاران افغانستان ته راستانه شوي… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 12:03:03🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند وايي چې د تېرو دوو کلونو په بهير کې؛ ۸۱ سوداګر او صنعت‌کاران هېواد ته راستانه شوي دي. ملا حمدالله فطرت نن په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي: "له ۱۴۴۶/۲/۲۲ هـ ق نټېې څخه تر دې مهاله په مجموع کې ۸۱ سوداګر او صنعت‌کاران چې له دې جملې يو تن د لوړې کچې، ۷۴ تنه د منځنۍ کچې او ۱۴ تنه د ټیټې کچې سوداګر او صنعت‌کاران وو؛ هېواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته مهم خدمات او اسانتیاوې هم برابر شوې دي."د فطرت د معلوماتو له مخې؛ يادو سوداګرو او صنعت‌کارانو ته د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه وېشل شوې ده چې په ټوليز ډول ۶۸ میلیونه ډالر پانګونه کړې او په پايله کې يې ۴۶۶۱ کسانو ته په مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.ويل شوي چې په ياده موده کې د ۱۵ سوداګرو او صنعت‌کارانو اسناد څېړل شوي او د بشپړېدو په حال کې دي او همدا رنګه دوی به هم له نافذه اصولو سره سم؛ له امتیازاتو او اسانتیاوو څخه برخمن شي.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 12:03:03

خط زمانی

  1. Bakhtar

    په تېرو دوو کلونو کې ۸۱ سوداګر او صنعت‌کاران افغانستان ته راستانه شوي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-22 11:32:36

په تېرو دوو کلونو کې ۸۱ سوداګر او صنعت‌کاران افغانستان ته راستانه شوي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button