Summary: د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ملاوصیل کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، د زابل د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمتالله رهبر باختر آژانس ته ویلي، چې یاده پروژه د «داکار» موسسې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۷۲۱ زره افغانیو په لګښت پلې شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د یوه څاه کیندل، د اوبو یوه ستره زېرمه جوړول، د ۶ زره ۲۶۰ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول او د شبکې د نورو اړینو ملحقاتو برابرول شامل دي.د هغه په وینا، د یادې پروژې په بشپړېدو سره د سیمې ۱۳۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو د دغې شبکې له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې پخوا یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لرلې، خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
زابل کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې