د پاکستان او ترکیې چارواکو د جمعې په ورځ د «مکې دفاعي تړون» په چوکاټ کې ژمنه وکړه چې د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو د پرلهپسې بریدونو پر وړاندې به د سعودي عربستان ملاتړ کوي. د اسراییل د «واینت» خبري وېبپاڼې د موساد د مشر رومن ګوفمن له قوله لیکلي، چې د ایران د کیمیاوي وسلو د احتمالي پروګرام په اړه د اندېښنو له امله د دغه هېواد پر وړاندې د اسراییل د یو اړخیز پوځي برید ملاتړ کړی او باور لري، که اړتیا وي، اسراییل باید د امریکا له ګډون پرته هم اقدام وکړي. د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا د نوي کانګرس د کار تر پیل مخکې موده د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره یو مناسب فرصت ګڼي. واینت لیکلي، ګوفمن باوري دی چې د پوځي اقدام نور ځنډ ښايي ایران ته فرصت ورکړي چې د کیمیاوي وسلو له پروګرام سره تړلې وړتیاوې پراخې کړي او په دې توګه د دغه ګواښ مخنیوی لا ستونزمن شي. خو د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زامیر سره له دې چې د یاد ګواښ په اړه اندېښنه لري، باوري دی، چې خطر لا هم بېړنی نهدی. نوموړی غوره ګڼي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجازې ته انتظار وکړي، څو پوځي عملیات له امریکا سره په ګډه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د مکې تړون؛ پاکستان او ترکیه د حوثیانو پر وړاندې سعودي عربستان ته د ملاتړ ورکړ
منابع
Afghan sources
د مکې تړون؛ پاکستان او ترکیه د حوثیانو پر وړاندې سعودي عربستان ته د ملاتړ ورکړ