د جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیبالله عليخېل د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې پورې د افغانستان د سیاسي تحولاتو د بېپرې ارزونې غوښتنه کړې او د هېواد د راتلونکي لپاره یې د جمهوریت د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو څېړل بنسټیز بللي دي. مرتضی د هغو اتو افغان کډوالو له ډلې یو دی چې جسدونه یې د ترکیې په وان ښار کې موندل شوي دي. د مرتضی د تره زوی عباس، چې په ایران کې ورسره همکار و د هغه د ژوند د کیسو په یادولو سره لومړی د اوږدو کاري ساعتونو یادونه کوي. دوی د اصفهان په یوه فابریکه کې د ماشینونو پرزو د پالش کولو کار کاوه. عباس وایي: «هغه به دلته هره ورځ ۱۳ او ان ۱۴ ساعته کار کاوه. ډېر زیارکښ و.» مرتضی د بامیان په مرکز کې د فولادي درې اوسېدونکی و. د عباس په وینا، هغه تر لسم ټولګي پورې زدهکړې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شو ښوونځی پرېږدي او د کار لپاره ایران ته ولاړ شي. د مرتضی پلار شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې مړ شوی و. د هغه له مړینې وروسته کورنۍ له بېوزلۍ او هغو پورونو سره مخ وه چې د پلار څخه یې ورته پاتې وو. عباس د دغو پورونو اندازه شاوخوا یو میلیون افغانۍ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
عليخېل: له بن تر دوحې د افغانستان سیاسي تحولاتو ته باید بېپرې کتنه وشي
منابع
Afghan sources
عليخېل: له بن تر دوحې د افغانستان سیاسي تحولاتو ته باید بېپرې کتنه وشي