د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی. راپور وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه ټاکلي وو، چې پکې د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو ګډون او د نجونو د زده کړو حق تضمین شامل و، خو د راپور له مخې ، دغه شرطونه تر اوسه نه دي پوره شوي. د راپور له مخې، سره له دې چې طالبان له رسمي نړیوال مشروعیت څخه برخمن نه دي، خو د وخت په تېرېدو د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو لوبغاړو تعامل ورسره زیات شوی دی. راپور کې یاده شوې چې روسیې له طالبانو سره رسمي اړیکې پراخې کړې دي، او چین، هند او اروپايي ټولنه هم د سوداګرۍ، امنیت او کډوالو په برخو کې له طالبانو سره تعامل لري. راپور وايي، امریکا لا هم له طالبانو سره د مستقیمو رسمي اړیکو له پراخولو ډډه کوي، خو د طالبانو د نړیوال مشروعیت مسله تر اوسه نه ده حل شوې. د نېشن د راپور له مخې، د مالي بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره، طالبانو د عوایدو د راټولولو، مالیاتو او کانونو له لارې خپلې چارې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی