د ازبکستان او طالبانو د ترانسپورټي ادارو د استازو په غونډه کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د باروړونکو شرکتونو ستونزو ته رسیده ګي وکړي. دواړو لوریو ټینګار کړی، چې فیسونه باید د متقابلې ګټې او برابرۍ پر اصولو ولاړ وي. پاکستاني محصلانو په کابل کې د خپل هېواد له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د دوی د بېرته تګ زمینه برابره کړي. دغو محصلانو د جولای په ۳۰مه نېټه په کابل کې د پاکستان سفیر ته په استولي لیک کې ویلي، چې د پوهنتونونو د اوړي رخصتۍ پیل شوې او لږ تر لږه ۹۱۳ پاکستاني محصلان غواړي چې د رخصتیو تېرولو لپاره خپل هېواد ته ستانه شي. د محصلانو د استازو په دغه لیک کې راغلي، چې د دوی د اوړي رخصتۍ به د اګسټ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به بېرته خپلو اړوندو پوهنتونونو ته ستانه شي. په دغه لیک کې د جلالاباد په ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ او د تورخم بندر د چارواکو له تېرو همکاریو مننه شوې چې له امله یې یو شمېر محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو محصلانو په خپل لیک کې زیاته کړې، چې یو محصلان د خپلو تحصیلي کارونو د بشپړولو، د فراغت د سندونو د تاییدۍ او د فراغت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ازبکستان له طالبانو نه د ازبکستاني باروړونکو شرکتونو د فیسونو کمولو غوښتنه کړې
منابع
Afghan sources
ازبکستان له طالبانو نه د ازبکستاني باروړونکو شرکتونو د فیسونو کمولو غوښتنه کړې