ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، طالبانو که څه هم له ایډیالوژیک پلوه بدلون نهدی کړی، خو واک ته له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته یې د خپلې «لومړۍ دورې» له تېروتنو درس اخیستی او د ټولنې د کنټرول او مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړې دي. د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي. خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي». همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نهدی راغلی
منابع
Afghan sources
ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نهدی راغلی