Summary: د ازبکستان د کرنې وزارت شپږ کسیز پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د سپین زر امارتي شرکت د پنبې له کروندو څخه لیدنه کړې ده. دغه پلاوی، چې مشري یې د ازبکستان د کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو د پراختیا مرستیال شیرمحمد امینوف کوله د پنبې بېلابېلې کروندې وکتلې او بزګرانو ته یې د حاصلاتو د کیفیت او تولید د لوړولو په موخه اړینې تخنیکي سپارښتنې او مشورې وړاندې کړې.د یاد شرکت مسوولینو ویلي، چې د دې سفر موخه د کرنیزو تجربو شریکول، د تخنیکي مشورو وړاندې کول او د پنبې د تولید په برخه کې د بزګرانو د ظرفیت لوړول دي.د افغان مسوولینو په خبره، روان کال د هېواد په شمال ختیځه حوزه کې د پنبې تر کر لاندې ځمکه شاوخوا ۲۰ سلنه زیاته شوې او یاد شرکت هڅه کوي د کورنیو او نړیوالو تجربو په ګټې اخیستنې سره د پنبې کر او تولید لا پراخ او پیاوړی کړي.د کندز سپین زر امارتي شرکت د هېواد د شمال ختیځو ولایتونو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوي تخمونه وېشي سربېره د پنبې د کر د دودولو، کورني تولید د زیاتوالي او بزګرانو د ملاتړ لپاره پراخ پروګرامونه پلي کوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ازبک متخصصینو د سپین زر امارتي شرکت د پنبې له کروندو لیدنه کړې
سرچینې
Afghan sources
ازبک متخصصینو د سپین زر امارتي شرکت د پنبې له کروندو لیدنه کړې