افغانستانامنیتدری

اسلامي امارت د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو په برخه کې د پام… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-24 12:12:21🎙 رادیو را بشنوید

Summary: تبصره: له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې محدودیتونو او پرله ‌پسې ستونزو، افغانستان دې ته اړ کړ چې د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ لپاره پر یوه مسیر د تکیې پر ځای بدیلې لارې ولټوي. که څه هم د سوداګرۍ په برخه کې د مسیرونو بدلون اسانه کار نه دی، خو وروستیو پرمختګونو وښودله، چې افغانستان کولی شي د خپلو اقتصادي اړتیاوو لپاره نوي ترانزیټي او سوداګریز انتخابونه پیدا کړي.د افغانستان لپاره د پاکستان مسیر له اوږدې مودې راهیسې د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه و؛ خو پر ډیورنډ فرضي کرښې د پرتو بندرونو تړل کېدل، د سوداګریزو مالونو ځنډېدل او د ترانزیټ پر وړاندې خنډونو تل د افغان سوداګرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.په همدې لړ کې د اسلامي امارت له لوري د بدیلو سوداګریزو او ترانزیټي لارو د فعالولو هڅې د افغانستان د اقتصادي سیاست یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.د ایران له لارې د چابهار بندر، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ او سړک مسیرونه او د هوايي دهلېزونو پراختیا هغه انتخابونه دي، چې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ د تنوع زمینه برابروي.د بدیلو لارو موندل د افغانستان د اقتصادي استقلال لپاره هم مهم ګام ګڼل کېدای شي؛ کله چې یو هېواد د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره څو انتخابونه ولري، د یوه مسیر د بندېدو یا محدودېدو اقتصادي اغېز ورسره تر ډېره راکمېږي.د دې بهیر بله مهمه پایله دا ده چې افغان سوداګر د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره د مستقیمو اقتصادي اړیکو د پراختیا فرصت پیدا کوي.افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د جغرافیایي موقعیت له امله د سیمه ‌ییز اتصال مهم ظرفیت لري او د ترانزیټ په برخه کې د همدې موقعیت اغېزمن استعمال کولی شي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.له بلې خوا، د بدیلو مسیرونو پراختیا د افغانستان لپاره د صادراتو د زیاتولو زمینه هم برابروي؛ که افغان تولیدوونکي خپلو محصولاتو ته د سیمې او نړۍ په بازارونو کې ځای پیدا کړي، د کرنې، صنعت او کورني تولید د پیاوړتیا لپاره به نوی فرصت رامنځته شي.البته د سوداګرۍ د مسیرونو بدلون له ځینو ننګونو خالي نه دی، نوي مسیرونه د لګښت، وخت، زیربناوو او امنیت له پلوه پراختیا او پانګونې ته اړتیا لري. له همدې امله یوازې د بدیلې لارې موندل بسنه نه کوي؛ بلکې د هغې د دوامداره فعال ساتنې لپاره د ترانسپورټ، ګمرکونو، اوسپنې پټلۍ، سړکونو او سوداګریزو اسانتیاوو پیاوړتیا هم اړینه ده.په دې برخه کې د اسلامي امارت لپاره تر ټولو مهم فرصت دا دی، چې د یوه مسیر پر ځای د څو مسیرونو پر پراختیا تمرکز کوي.د افغانستان سوداګري که له ایران، منځنۍ اسیا او نورو سیمه ‌ییزو بازارونو سره په متوازن ډول وغځېږي، هېواد به د سوداګریزو فشارونو پر وړاندې لا ډېر مقاومت پیدا کړي.هر څومره چې افغانستان خپل تولید زیات، صادرات پیاوړي او سوداګریز مسیرونه متنوع کړي، هماغومره به یې اقتصاد له بهرنیو محدودیتونو څخه په امان پاتې شي.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-24 12:12:21

خط زمانی

  1. Bakhtar

    اسلامي امارت د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو په برخه کې د پام وړ بریالۍ هڅې کړې دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-24 11:20:27

اسلامي امارت د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو په برخه کې د پام وړ بریالۍ هڅې کړې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button