د افغانستان کرکټ بورډ وایي د هېواد د کرکټ ملي ټیم به راتلونکې میاشت په نوي ډیلي کې د درېیو ۲۰ اووریزو نړیوالو لوبو په لړۍ کې د هند کوربهتوب وکړي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې لړۍ کوربه توب پر غاړه اخلي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لوبې به د روان کال د سپټمبر پر ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د نوي ډیلي په «آرون جیټلي» کرکټ سټډیم کې ترسره شي. دا لړۍ د افغانستان د راتلونکو سیالیو د پروګرام (FTP) برخه ده او په هند کې ترسره کېږي؛ هغه هېواد چې په وروستیو کلونو کې یې په وار وار د افغانستان د کورنیو سیالیو کوربهتوب کړی دی. د افغانستان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا لړۍ د افغانستان کرکټ لپاره خورا لوی ارزښت لري.» نوموړي په یوه دوه اړخیزه لړۍ کې د هند کوربهتوب د افغان کرکټ په تاریخ کې «یو مهم پرمختګ او پړاو» وبللو. افغانستان په هېواد کې دننه د نړیوالو سیالیو د ترسره کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو د نشتوالي له امله، خپلې کورنۍ لوبې په هند او متحده عربي اماراتو کې کوي. د کرکټ بورډ په وینا، دواړو ټیمونو مخکې هم سیالۍ کړې دي؛ لکه څنګه چې د ۲۰۲۴په جنوري کې هم افغانستان او هند د…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
افغانستان په نوي ډیلي کې د درېیو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې د هند کوربهتوب کوي | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
افغانستان په نوي ډیلي کې د درېیو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کې د هند کوربهتوب کوي | آمو ټلویزیون