افغانستانامنیتپښتو

افغانستان کې د بدل لاس موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش… — Bbc

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-24 00:15:06🎙 راډیو واورئ

یاد وزارت د دغو موټرو له مالکانو غوښتي چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې خپل موټرونه د دې سټېکرونو تر لاسه کولو لپاره د خپلې خوښې ولایت ته ولېږدوي. له دې مودې وروسته د یادې خبرتیا له مخې هیڅوک حق نه لري چې بدل لاس موټر له یوه ولایته بل ته ولیږدوي. په دې اعلامیه چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په غږ کې رسنیو ته استول شوې خبرداری ورکړل شوی چې له دې پرېکړې سرغړوونکي تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول کیږي. د دغه خبرداري له مخې د سرغړونکو موټر به درول کیږي او موټر چلوونکی به له جنايي جرمونو سره د مبارزې او کشف ریاست له خوا محکمې ته معرفي کېږي. اټکل کېږي چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون بدل لاس سټیرینګ لرونکي موټرونه شته دي. دا موټر د پرزو په توګه افغانستان ته واردیږي، بیا افغانستان کې دننه بېرته سره یو ځای کېږي او د یوه کلي موټرو په نوم ځکه یادیږي چې د ګرځېد واجازه یا جواز سیر او نور سندونه نه لري. له دې ډلې یو شمېر موټرو ته په ولایتونو کې له وړاندې لنډمهالي سندونه وېشل شوي دي. څه موده وړاندې د ترافیکو لوی ریاست یوه چارواکي نجات رئیس وال بي بي سي ته ویلي وو چې پر بدل لاس موټرو به محدودیتونه په تدریج پراخېږي…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-24 00:15:06

مهالوېش

  1. Bbc

    افغانستان کې د بدل لاس موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهير پيل شوی – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-11-23 15:31:45

افغانستان کې د بدل لاس موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهير پيل شوی – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button