EconomyKabulافغانستانپښتو

امریکا د چین پر وارداتي توکو شل سلنه اضافي تعرفه لګوي — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-25 19:38:26🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي چې د چین پر وارداتي توکو ۲۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوي او همدارنګه د اروپايي ټولنې، جاپان، جنوبي کوریا، تایوان او یو شمېر نورو سوداګریزو شریکانو پر وارداتي توکو هم تعرفې لوړې کړي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه وړاندیز شوې تعرفې د هغو هېوادونو د صنعتي تولیداتو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره دي چې د ټرمپ د ادارې په وینا، د دولتي مرستو او نورو سوداګریزو خنډونو له امله یې تولیدوونکي نړۍوالو بازارونو ته ارزانه توکي وړاندې کوي او امریکایي تولیدوونکو ته زیان رسوي. د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګرېر ویلي، تمه نه لري چې دغه تعرفې به پر نړۍوال اقتصاد د پام وړ اغېز وکړي او د ده په وینا، ښايي دغه تعرفې په راتلونکو څو میاشتو کې عملي نه شي. د وړاندیز له مخې، پر ځینو چینایي توکو به نوې ۲۰ سلنه تعرفه له پخوانیو تعرفو سره یوځای شي چې په دې سره به ټولیزه تعرفه ۴۵ سلنې ته ورسېږي. پر ویتنامي توکو هم د ۲۰ سلنه تعرفې وړاندیز شوی او د نورو سوداګریزو شریکانو لپاره دغه کچه له ۱۰ تر ۱۸ سلنې پورې ده. همدارنګه امریکا د برازیل پر وارداتو هم تعرفې لوړوي چې له مخې به یې پر خامې او تصفیه شوې بورې مالیات لوړ او پر الوتکو ۱۰ سلنه نوې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-25 19:38:26

مهالوېش

  1. Pajhwok

    امریکا د چین پر وارداتي توکو شل سلنه اضافي تعرفه لګوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-26 00:04:00

امریکا د چین پر وارداتي توکو شل سلنه اضافي تعرفه لګوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button