KabulPoliticsافغانستاندری

افغان او ایراني چارواکي د صنعتي محصولاتو معیاري کولو او کیفیت برخه کې… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-23 07:02:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې او یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې فرزانې انصاري سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د معیار او کیفیت ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمدحامد، په افغانستان کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي او د ایران د وزنونو، پیمانو او اعتبار ورکولو برخو مسوولینو هم ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د معیاري کولو، د کیفیت د تصدیق‌لیکونو او وزنونو او پیمانو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنايي وسایلو، لېټیمي بېټریو، د اوسپنې بیمونو او نورو صنعتي او سوداګریزو محصولاتو تخنیکي او کیفي معیارونه هم د دې لیدنې د بحث موضوعات وو. د معیار او کیفیت ادارې زیاته کړې چې د دې غونډې په بله برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-23 07:02:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    افغان او ایراني چارواکي د صنعتي محصولاتو معیاري کولو او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-23 11:31:49

افغان او ایراني چارواکي د صنعتي محصولاتو معیاري کولو او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button