کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې او یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې فرزانې انصاري سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د معیار او کیفیت ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمدحامد، په افغانستان کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي او د ایران د وزنونو، پیمانو او اعتبار ورکولو برخو مسوولینو هم ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د معیاري کولو، د کیفیت د تصدیقلیکونو او وزنونو او پیمانو برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنايي وسایلو، لېټیمي بېټریو، د اوسپنې بیمونو او نورو صنعتي او سوداګریزو محصولاتو تخنیکي او کیفي معیارونه هم د دې لیدنې د بحث موضوعات وو. د معیار او کیفیت ادارې زیاته کړې چې د دې غونډې په بله برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
افغان او ایراني چارواکي د صنعتي محصولاتو معیاري کولو او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي
سرچینې
Afghan sources
افغان او ایراني چارواکي د صنعتي محصولاتو معیاري کولو او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي