کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): په ترکمنستان کې افغان او روسي چارواکو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي او د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې استازي ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي. په عشقاباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په ترکمنستان کې د اسلامي امارت سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې له استازي ایوان تونکیخ سره کتلي دي. د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لیدنه کې حاجي فضل محمد صابر په افغانستان کې د پانګونې، صنعت، کرنې، سوداګرۍ او نورو شته فرصتونو په اړه معلومات شریک کړل. سرچینه زیاتوي، د روسیې استازي ایوان تونکیخ د شمال ـ جنوب کرویډور پر پراختیا او د اقینې او تورغونډۍ په بندرونو کې د ګمرکي تعرفو په کموالي او د چارو د اسانۍ په اړه خوښي څرګنده کړې او په اړوندو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده. هغه ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ لیکو پر پراختیا به هم، له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د اړوندو چارو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټېنګار کړی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
افغان او روسي چارواکو د اوسپنې پټلۍ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي
Sources
Afghan sources
افغان او روسي چارواکو د اوسپنې پټلۍ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي