Newsافغانستانپښتو

عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته لومړۍ افغان‌الاصله ښځه وټاکل شوه — Pajhwok، Af Now

روان خبرNews1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 11:57:24🎙 راډیو واورئ

د کالیفورنیا ولایتي استازې عایشه وهاب د لومړنۍ افغان-امریکايۍ مېرمنې په توګه د متحده ایالاتو ولسي جرګې (کانګرس) ته لاره وموندله. ۳۹ کلنې وهاب د کالیفورنیا د ولسي جرګې د ۱۴مې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې خپلې هم‌حزبي سیالې ملیسا هرناندز ته ماتې ورکړه. نوموړې به د پخواني استازي اریک سوالول د پاتې شوې دورې تر پای ته رسېدو (چې په سلواغې/جنورۍ میاشت کې پای ته رسېږي) د امریکا د استازو په مجلس کې خدمت کوي. تمه کېږي چې وهاب او هرناندز به د لړم/نومبر په میاشت کې یو ځل بیا د یوې بشپړې دوه کلنې دورې د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي. له دې بریا سره، وهاب لومړنۍ افغان-امریکايۍ شوه چې د متحده ایالاتو ولسي جرګې ته لاره مومي، چې دا په امریکا کې د مېشتو افغان ټولنې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه شمیرل کېږي. له دې سره سره، دا لومړی ځل نه دی چې نوموړې په سیاسي ډګر کې تاریخ جوړوي. وهاب په ۲۰۱۸ کال کې په کالیفورنیا کې د هېوارډ ښار شورا غړې وټاکل شوه او لومړنۍ افغان-امریکايۍ ښځه شوه چې په متحده ایالاتو کې یوه ټاکنیز دولتي مقام ته رسېږي. څلور کاله وروسته، هغې د کالیفورنیا ولایتي سنا مجلس ته لاره وموندله او لومړنۍ افغان-امریکايۍ او لومړنۍ مسلمانه شوه چې دغه مجلس ته ټاکل کېږي. له روزنتون څخه تر سیاسي فعالیتونو پورې عایشه وهاب په ۱۹۸۷…

لنډ معلومات

موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 11:57:24

مهالوېش

  1. Amu TV

    عایشه وهاب، لومړنۍ افغان-امریکايۍ ښځه چې ولسي جرګې ته ورسېده، څوک ده؟ | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-21 08:08:18

عایشه وهاب، لومړنۍ افغان-امریکايۍ ښځه چې ولسي جرګې ته ورسېده، څوک ده؟ | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button