Englishافغانستانامنیتبلخ

افغان ایواک وايي د ټرمپ حکومت لاهم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ… — AF International

DevelopingSecurityبلخ1 SourcesUpdated: 2026-11-11 01:12:16🎙 Listen to radio

د افغان ایواک سازمان وايي، د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پیل کړي او دا کار یې د نومبر له ۱۶مې وروسته پلان کړی دی. دغه سازمان د امریکا له کانګرس غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه واخلي. پاکستاني سیاست‌وال او پخواني سناتور مشاهد حسین د اسلام‌اباد د سیاست د بیا کتنې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان باید افغانستان د هند لوري ته له ورټېل وهلو ډډه وکړي. بلخوا پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) جنګیالیو ته یې پناه ورکړې ده. هغې وویل، چې اسلام‌اباد نه‌شي کولای امنیتي ګواښونه له پامه وغورځوي. یاده غونډه د سې‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پالیسۍ د څېړنو د انسټیټیوټ په کوربه‌توب جوړه شوې وه. د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې. پاکستان دې افغانستان د هند لوري ته نه ورټېل وهي پاکستاني سیاست‌وال مشاهد حسین د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر تګلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید له خپلو سیاستونو سره افغانستان د هند لوري ته ټېل نه وهي. مشاهد حسین ویلي، افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې لري؛ خو بېړنۍ پرېکړې، د لارو تړل او د افغان محصلینو بېرته ستنول د دواړو هېوادونو اړیکو ته…

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-11 01:12:16

Timeline

  1. AF International

    افغان ایواک وايي د ټرمپ حکومت لاهم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نه‌ده درولې

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-10 23:01:33

افغان ایواک وايي د ټرمپ حکومت لاهم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نه‌ده درولې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button