د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په مرکزي ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې لږترلږه درې کسان وژل شوي دي. د ځايي پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د سېشنبې په ورځ د غوښې په یوه پلورنځي کې هغه مهال شوې، چې دوو وسلهوالو پر یوه ځایي اوسېدونکي ډزې وکړې. پولیس وايي، بریدګرو لومړی د جهانزیب په نوم یو ځايي اوسېدونکی په ډزو وواژه او کله چې دواړو وسلهوالو تر برید وروسته د تېښتې هڅه کوله، ځایي خلکو ونیول. وروسته د وژل شوي کس ورور پر نیول شویو وسلهوالو ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي. د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال بابر یوسفزي هم د پېښې پخلی کړی دی. پاکستاني سیاستوال او پخواني سناتور مشاهد حسین د اسلاماباد د سیاست د بیا کتنې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان باید افغانستان د هند لوري ته له ورټېل وهلو ډډه وکړي. بلخوا پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) جنګیالیو ته یې پناه ورکړې ده. هغې وویل، چې اسلاماباد نهشي کولای امنیتي ګواښونه له پامه وغورځوي. یاده غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د پاکستان د پالیسۍ د څېړنو د انسټیټیوټ په کوربهتوب جوړه شوې وه. د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې. پاکستان دې افغانستان د هند لوري ته نه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د بلوچستان په نوشکي کې د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي
Sources
Afghan sources
د بلوچستان په نوشکي کې د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي