EnglishKabulSportsافغانستان

افغان لوبغاړي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې خپلو دوو سیالانو ته ماته ورکړه — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-18 09:57:31🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): افغان لوبغاړي محمدسرور حسیني د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې ویتنامي او کمبودیایي سیالانو ته ماته ورکړه، له اوزبېکستاني سیال سره یې لوبه مساوي کړه او قرغیزستاني ته یې لوبه وبایله. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قزاقستان په کوربه‌توب د جوجیتسو سیالیو کې محمدسرور حسیني په ۶۹ کیلوګرامه وزن کې د ویتنام او کامبودیا هېوادونو له دوو سیالانو لوبې وګټلې. خبرپاڼه کې راغلي، حسیني په دغو سیالیو کې له اوزبېکستاني سیال سره لوبه مساوي کړه او قرغیزستاني سیال پر وړاندې یې ماتې وخوړه. سرچینې لیکلي، همدارنګه په دغو سیالیو کې به بل افغان لوبغاړی مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرامه وزن کې سبا د خپل سیال پر وړاندې لوبه وکړي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د جوجیتسو دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربه‌توب د ۴۹ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون روانې دي چې له افغانستانه پکې دوو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-18 09:57:31

Timeline

  1. Pajhwok

    افغان لوبغاړي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې خپلو دوو سیالانو ته ماته ورکړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 14:26:41

افغان لوبغاړي د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې خپلو دوو سیالانو ته ماته ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button