Economyافغانستاندریننګرهار

افغان پانګوالو ته په ایران کې ځانګړي امتیازات؛ د ۱۰۰ زره ډالرو پانګونې په بدل کې ۵ کاله وړیا ګاز، برېښنا او تیل

در حال تکمیلEconomyننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-30 08:11:06🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان ملي سوداګر او د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې سوداګریز مرستیال هدایت الله حسین‌زاده وایي، د ایران د مازندران ولایت د پانګوالو مشر ورته ویلي، که افغانان په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه وکړي، د پنځو کلونو لپاره به ورته ګاز، برېښنا او تیل په وړیا ډول ورکړل شي او له یو جریب څخه تر زر جریبه پورې ځمکه به هم ورته ځانګړې شي. حسین‌زاده د ایران پښتو راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه څرګندونې د مازندران ولایت د پانګوالو رئیس علي ظاهر اومالي څو ورځې وړاندې په همدې ولایت کې د لیدنې پر مهال ورته کړې دي. د هغه په وینا، د ایران د پانګوالو مشر ډاډ ورکړی چې که افغان پانګوال په ایران کې پانګونه وکړي، نو پر هغو خامو موادو چې له بهرنیو هېوادونو ایران ته لېږدول کېږي، ګمرکي تعرفه نه لګېږي. همدارنګه که پانګوال ایران ته ماشینونه یا نغدې پیسې ولېږدوي، ټول به د پانګونې د برخې په توګه محاسبه کېږي. حسین‌زاده وایي، دا هغه امتیازات دي چې د هر سوداګر او پانګوال لپاره خورا مهم او ګټور تمامېدای شي. هغه زیاته کړه، د افغانانو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې دا ډول اسانتیاوې په بل هېڅ هېواد کې نه شته. د نوموړي په وینا، دی خپله هم له ایران څخه د…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-30 08:11:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    افغان پانګوالو ته په ایران کې ځانګړي امتیازات؛ د ۱۰۰ زره ډالرو پانګونې په بدل کې ۵ کاله وړیا ګاز، برېښنا او تیل

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-07-30 07:59:49

افغان پانګوالو ته په ایران کې ځانګړي امتیازات؛ د ۱۰۰ زره ډالرو پانګونې په بدل کې ۵ کاله وړیا ګاز، برېښنا او تیل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button