د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې طالبان به هېڅکله په قانوني حکومت بدل نه شي او واکمني به یې پای ته ورسېږي. هغه د ټولګډونه حکومت اصطلاح بې مانا وبلله او زیاته یې کړه چې هېواد به په راتلونکي کې د خلکو په رایو یو ملي حکومت ولري. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه. وزارت وايي، کابل ته د ازبکستاني پلاوي د سفر موخه د طالبانو له چارواکو او د افغانستان له خصوصي سکتور سره لیدنې او خبرې او همدارنګه په سوداګریز فورم کې ګډون دی. ټاکل شوې چې د پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډو فرصتونو په اړه بحث وشي. په دغه پلاوي کې د ازبکستان د سردریا ولایت سوداګر او پانګوال هم شامل دي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د څه باندې ۱۰۰ سوداګرو کوربه و. د طالبانو او ازبکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې او د دواړو خواوو جګپوړو پلاویو له دې وړاندې هم سره لیدلي دي. د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان دا لیک په خپل…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
امرالله صالح وایي طالبان به هېڅکله په رسمي حکومت بدل نه شي
منابع
Afghan sources
امرالله صالح وایي طالبان به هېڅکله په رسمي حکومت بدل نه شي