KabulPoliticsافغانستاندری

د بم اېښودلو د ګواښونو له امله په اروپا کې څو مسافر وړونکو… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-05 11:12:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۵): د بم اېښودلو د ګواښونو له امله په اروپا کې د بېلابېلو هوايي شرکتونو څو مسافر وړونکې الوتکې بېړنیو ناستو ته اړ شوې، خو چارواکي وایي چې یادې الوتکې په خوندي ډول ښکته شوې دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، نن (پنجشنبه) له ایرلنډ څخه ایټالیا ته روانې د «ایر لېنګوس» هوايي شرکت یوې الوتکې د بم اېښودلو د ګواښ له امله خپل مسیر بدل کړی او د فرانسې په لوېدیځ کې په یوې پوځي هوايي اډه کې ښکته شوې ده. د فرانسې د لومړي وزیر سباستین لوکورنو دفتر ویلي چې یاده الوتکه د نورماندي سیمې د ایورو په پوځي هوايي اډه کې په خوندي ډول ښکته شوې او ۱۵۱ مسافر او د عملې شپږ غړي یې ټول خوندي دي. سرچینې زیاته کړې چې د بمونو د شنډولو پوځي ډلې د الوتکې پلټنه کوي. د راپور له مخې، د «فین‌ایر» هوايي شرکت له هلسینکي څخه روم ته روانه ۱۷۶۱ شمېره الوتکه هم د بم اېښودلو له ګواښ سره مخ شوې، خو په روم کې په عادي ډول ښکته شوې او له پلټنې وروسته پکې کوم غیرعادي شی نه دی موندل شوی. دغه راز سرچینه لیکي چې د «رایان‌ایر» هوايي شرکت درې الوتکې چې د بلغاریا پلازمېنې صوفیې ته روانې وې، د ورته ګواښونو له امله بېړنیو ناستو ته اړ شوې دي….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-05 11:12:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د بم اېښودلو د ګواښونو له امله په اروپا کې څو مسافر وړونکو الوتکو بېړنۍ ناستې کړې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-05 15:36:32

د بم اېښودلو د ګواښونو له امله په اروپا کې څو مسافر وړونکو الوتکو بېړنۍ ناستې کړې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button