کابل (پژواک) – د اوزبېکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف په ناروې کې د افغانستان او سیمهییز امنیت په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې دوامدار ثبات د سیمهییزې همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې شونی دی. وهابوف پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه دوه ورځنۍ غونډه د ناروې د شخړو د حل مرکز (NOREF) په نوښت د دغه هېواد په پلازمېنه اوسلو کې جوړه شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف، په ناروې کې د اوزبېکستان سفیر رحمتالله نوریمبتوف، د اوزبېکستان د نړۍوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړۍوالو پرمختللو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او د ناروې استازو ګډون کړی و. هغه زیاته کړې چې ګډونوالو له افغانستان سره د تعامل لپاره د لا عملي سیاستونو پر غوره کولو او د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال برخو کې د خبرو اترو پر دوام بحث کړی دی. د وهابوف په خبره، د دغو خبرو موخه د هغو لارو چارو ارزول وو چې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا د هېوادونو ګډې ګټې خوندي او د سیمې له ثبات سره مرسته کوي. نوموړي لیکلي چې په دې غونډه کې یې د سولې د ټینګښت او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اوزبېکستان: د سیمې دوامداره ثبات د سیمهییزې همغږۍ بهیرونو کې د افغانستان له ګډون سره تړلی
منابع
Afghan sources
اوزبېکستان: د سیمې دوامداره ثبات د سیمهییزې همغږۍ بهیرونو کې د افغانستان له ګډون سره تړلی