DiplomacyEnglishKabulافغانستان

اکانومېسټ: د پاکستان د پوځ مشر غواړي د دغه هېواد صوبې ووېشي — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-09 18:15:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د اکانومېسټ مجلې د يوه تحليلي راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر غواړي د دغه هېواد څلور موجودې صوبې په کوچنیو صوبو ووېشي؛ هغه طرحه چې د مجلې په باور، د پاکستان د سیاسي واک پر توازن اغېز کولای شي. د اکټوبر په پنځمه خپور شوي دغه تحليلي راپور کې راغلي چې د پاکستان د پوځ مشر غواړي د دغه هېواد سیاسي نقشه بدله او نوې صوبې رامنځته کړي، څو د هغو سیاسي ګوندونو دودیز نفوذ کمزوری شي چې په اوسنیو صوبو کې پیاوړی نفوذ لري. مجله دغه‌راز لیکي، د پاکستان د پوځ د مشر له نظره، اوسني لوی ايالتونه په اغېزناک ډول نه اداره کېږي؛ خو د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې د صوبو وېشل ښايي د پوځ د سیاسي نفوذ د پراخېدو لپاره هم زمینه برابره کړي. سرچینې زياته کړې ده چې پنجاب د پاکستان د مسلم لیګ (ن) او سند د پاکستان پیپلز ګوند له مهمو سیاسي مرکزونو څخه دي او د دغو صوبو وېشل ښايي د یادو ګوندونو سیاسي نفوذ کمزوری کړي. اکانومېسټ لیکلي چې د پاکستان د صوبو د وېش طرحه لا وروستۍ شوې نه ده او د عملي کېدو لپاره یې سیاسي هوکړې او اساسي قانوني پړاوونه اړین دي. بلخوا بيا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-10-09 18:15:05

Timeline

  1. Pajhwok

    اکانومېسټ: د پاکستان د پوځ مشر غواړي د دغه هېواد صوبې ووېشي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-09 22:44:11

اکانومېسټ: د پاکستان د پوځ مشر غواړي د دغه هېواد صوبې ووېشي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button