KabulPoliticsافغانستاندری

اکسیوس: امریکا د ایران د پلاوي دوه غړي له هېواده ایستلي — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-04 04:43:12🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ایران د تللي پلاوي دوه غړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وتلو د امر له نه عملي کولو وروسته، له دغه هېواده ایستل شوي دي. امریکايي رسنۍ اکسیوس (Axios) لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې ټول پلاوی دې سمدستي له امریکا ووځي. د راپور له مخې، دوه ایراني ډیپلوماتان له دغه امر وروسته هم په نیویارک کې پاتې وو. سرچینه زیاتوي چې د جمعې په ورځ د ایران استازولۍ ته بیا وویل شول چې امریکايي چارواکي د دغو دوو کسانو له پاتې کېدو خبر دي او هغوی باید سمدستي ووځي. په راپور کې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راغلي، له دغو دوو کسانو یو د جمعې په شپه او بل د شنبې په سهار امریکا پرېښې ده. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ تر دې مخکې دا رد کړې وه چې ګواکې د ایران پلاوي ته د وتلو امر شوی و. استازولۍ ویلي وو چې ایراني پلاوی د مخکې ټاکل شوي مهالوېش له مخې د دوشنبې په ماښام له نیویارک څخه وتلی او دغه مهالوېش د سپټمبر په ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-04 04:43:12

خط زمانی

  1. Pajhwok

    اکسیوس: امریکا د ایران د پلاوي دوه غړي له هېواده ایستلي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-04 09:12:11

اکسیوس: امریکا د ایران د پلاوي دوه غړي له هېواده ایستلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button