افغانستانامنیتپښتونیمروز

ایران ته پر ناقانونه لارو سفر؛ د قاچاقبرانو ژمنې او د لارو تریخ… — Pajhwok

روان خبرSecurityنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-07 11:37:02🎙 راډیو واورئ

زرنج (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی یو شمېر افغان ځوانان دې ته اړباسي څو له ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي؛ خو دغه لارې له ګڼو خطرونو ډکې دي؛ مسافر له ګرمۍ، تندې، د قاچاقبرانو له دوکو او ان له امنیتي خطرونو سره مخ کېږي او په ځینو مواردو کې، لکه د نیمروز د مارګو دښتې پېښه، خپل ژوند له لاسه ورکوي. ایران ته د ناقانونه لارو د ځینو قربانیانو کورنۍ وايي چې قاچاقبرانو د لارې د لنډوالي او اسانتیاوو په اړه ژمنو کې دوی د دغه سفر له واقعي خطرونو ناخبره ساتلي وو. یو ځوان: پر ناقانونه لارو سفر له ژوند سره لوبه ده د زبیر په نوم یوه ځوان چې دوه کاله مخکې له ناقانونه لارې ایران ته تللی و، پژواک ته وویل چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله دغه هېواد ته تللی و؛ خو په دې وروستیو کې په جبري توګه بېرته راایستل شوی دی. هغه زیاته کړه، قاچاقبر ورته ویلي وو چې لاره یوازې څو ساعته پلی مزل لري؛ خو دی څو شپې او ورځې په لاره و. د هغه په خبره، د دغه سفر پر مهال د ایران پولې ته څېرمه پرې ډزې وشوې، خو له ټپي کېدو سره سره ایران ته ورسېد. زبیر وویل: «قاچاقبران د خپلو ګټو لپاره د خلکو ځوانان غولوي؛ وايي چې پلی مزل…

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-07 11:37:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ایران ته پر ناقانونه لارو سفر؛ د قاچاقبرانو ژمنې او د لارو تریخ حقیقت

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-07 16:05:20

ایران ته پر ناقانونه لارو سفر؛ د قاچاقبرانو ژمنې او د لارو تریخ حقیقت

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button