Healthافغانستانپښتوننګرهار

ایټالیا د افغانستان د روغتیا او خوړو برخو لپاره ۴،۹ میلیونه یورو مرسته… — AF International

روان خبرHealthننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-27 11:36:27🎙 راډیو واورئ

ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د روغتیا او خوړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د ۴،۹ میلیونه یورو نوې بودجه ځانګړې کړې ده. د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه بودجه به په افغانستان کې د روغتیا او خوړو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د بشري مرستو پروژو لپاره ولګول شي. ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو لپاره داسې مهال دغه بودجه ځانګړې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې «اوچا» ویلي، چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي، چې له ډلې یې ۳،۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې ژوند کوي. ایټالیا تر دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې وه. د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ایټالیا حکومت په مالي ملاتړ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو په ګډون ۶۸زره او ۲۶۳ کسانو لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د وسله والو مخالفانو له یو شمېر مشرانو سره د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو لیدنې خبر ورکړی. د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام‌اباد په دغو لیدنو کې د طالبانو مخالفانو ته د ملاتړ وړاندیز کړی دی. د امریکا د پوځ د…

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-27 11:36:27

مهالوېش

  1. AF International

    ایټالیا د افغانستان د روغتیا او خوړو برخو لپاره ۴،۹ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-27 09:26:34

ایټالیا د افغانستان د روغتیا او خوړو برخو لپاره ۴،۹ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button