ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د روغتیا او خوړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د ۴،۹ میلیونه یورو نوې بودجه ځانګړې کړې ده. د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د سېشنبې په ورځ (د لړم۵مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دغه بودجه به په افغانستان کې د روغتیا او خوړو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د بشري مرستو پروژو لپاره ولګول شي. ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو لپاره داسې مهال دغه بودجه ځانګړې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې «اوچا» ویلي، چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي، چې له ډلې یې ۳،۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې ژوند کوي. ایټالیا تر دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې وه. د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ایټالیا حکومت په مالي ملاتړ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو په ګډون ۶۸زره او ۲۶۳ کسانو لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د وسله والو مخالفانو له یو شمېر مشرانو سره د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو لیدنې خبر ورکړی. د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلاماباد په دغو لیدنو کې د طالبانو مخالفانو ته د ملاتړ وړاندیز کړی دی. د امریکا د پوځ د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ایټالیا د افغانستان د روغتیا او خوړو برخو لپاره ۴،۹ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې
Sources
Afghan sources
ایټالیا د افغانستان د روغتیا او خوړو برخو لپاره ۴،۹ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې