DiplomacyEnglishKabulافغانستان

ا.ا: له نړۍ سره په امن کې ژوند غواړو؛ نور هېوادونه دې د… — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-15 07:23:08🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): اسلامي امارت د زمري ۲۴مې په مناسبت ویلي، له ټولو هېوادونو سره د سولې او ارامۍ په فضا کې ژوند کول غواړي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې د افغانستان حریم او ګټو ته درناوی وکړي. د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: «له نن څخه پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰هـ ش کال، د زمري ۲۴مه) د الله جل جلاله په نصرت او د افغان میړني ولس په مجاهده او قربانیو افغانستان له امریکايي اشغال څخه نجات وموند او د هېواد مرکز او ولایتونه د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا فتحه شول.» سرچینه زیاتوي: «د دې سترې بریا او فتحې په مناسبت خپلو ټولو خلکو، مجاهدینو، د شهیدانو خپلوانو او کورنیو، کونډو او یتیمانو ته مبارکي وایو، له لوی الله جل جلاله څخه غواړو چې د تل لپاره زموږ وطن نور له اشغالونو، تجاوزونو، جګړو او ناامنیو څخه راته وساتي او خلک مو د شرعي نظام تر چتر لاندې له آرام او هوساینې څخه برخمن و اوسي.» په اعلامیه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي چې د یادې بریا په مناسبت شکر ادا کړي، د جهاد د ارمانونو د تحقق لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او د شرعي نظام ترڅنګ د خلکو او هېواد…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-08-15 07:23:08

Timeline

  1. Pajhwok

    ا.ا: له نړۍ سره په امن کې ژوند غواړو؛ نور هېوادونه دې د افغانستان پر ضد دسیسو کې نه ښکېلېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-15 11:52:21

ا.ا: له نړۍ سره په امن کې ژوند غواړو؛ نور هېوادونه دې د افغانستان پر ضد دسیسو کې نه ښکېلېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button