Summary: د بادغیس ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې د اتو لوبډلو په ګډون د ۱۴ اوونیو په موده کې ترسره شوې، د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د بادغیس د فوټبال فدراسیون مسوول احمدظاهر ظهیر باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو سیالیو کې ۵۶ لوبې ترسره شوې، چې په پایله کې استقلال لوبډلې د ۳۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ او الماس شرق لوبډلې د ۳۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام ترلاسه کړ. نوموړي زیاته کړې، چې د غوره لوبې یا جوانمردانه سیالیو جام حماسه لوبډلې ته ورکړل شو. همدارنګه، د استقلال لوبډلې صبغتالله سدید د سیالیو غوره لوبغاړی، د همدې لوبډلې نصیر احمد سعیدي غوره دروازهساتونکی او د الماس شرق لوبډلې اسدالله کریمي د سیالیو غوره ګولوهونکی وټاکل شول.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بادغیس کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
Sources
Afghan sources
بادغیس کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې