افغانستانامنیتبادغیسدری

بادغیس کې د ځنګلونو وهلو په تور اووه کسان نیول شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityبادغیس1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 08:57:10🎙 رادیو را بشنوید

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د «شنې قطعې» ځواکونو په دغه ولایت کې د ځنګلي ونو وهلو په تور اووه کسان نیولي دي. د بادغیس امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان نن سهار د ابکمري، ټګاب‌عالم، سنګ‌اتش او دره‌بوم ولسوالیو په ځنګلي سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د پستې او ارچې ونو پر پرېکولو تورن دي. سرچینه زیاتوي چې د نیول شوو کسانو دوسیې د قانوني څېړنې او ارزونې لپاره اړوندو قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانبادغیس
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 08:57:10

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بادغیس کې د ځنګلونو وهلو په تور اووه کسان نیول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-06 13:23:44

بادغیس کې د ځنګلونو وهلو په تور اووه کسان نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button