Summary: د بادغیس ولایت د مرکز په باغک کلي کې د سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو د شتمنیو د زیانمنېدو د مخنیوي په موخه د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې. د بادغیس ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې دغه کانال د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۱.۹ متره لوړوالی لري.د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د پروژې چارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ۲۰ کاري ورځو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.مسوولین وایي، د پروژې د عملي کېدو پر مهال به شاوخوا ۱۲۰ کسانو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمینه برابره شي.د سرې میاشتې مسوولینو ویلي، د سیمې د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره هڅه شوې، څو د باغک کلي اوسېدونکي د پروژې په عملي بهیر کې ونډه ولري او کارګران د کلي د مخورو په همغږۍ وګومارل شي.د مسوولینو په خبره، د دغه کانال په جوړېدو سره به د سېلابونو د اوبو مسیر منظم، د کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو د شتمنیو د ویجاړېدو او زیانمنېدو مخه به ونیول شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بادغیس کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
بادغیس کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې