Summary: د بامیانو ولایت د سرې میاشتې مسوولین وایي چې د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د چنګاښ تر پایه یې د دغه ولایت ۲۹ زره ۷۷۹ اوسېدونکو ته د روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. د بامیان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي مسوول محمدالله حیدري باختر اژانس ته وویل، چې په دې موده کې ۱۱ زره ۱۲۹ کسانو د عمومي معایناتو، ۵۲۰ کسانو د پانسمان او ۱۲۱۹ ښځو او ماشومانو د واکسین خدمتونه ترلاسه کړي دي. د نوموړي په وینا، ۶۸۰ ښځو ته د زېږون مخکې او وروسته روغتیايي معاینات هم ترسره شوي دي. نوموړي زیاته کړې، د سرې میاشتې له لوري د خوارځواکۍ پر۵۶۲ اخته ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي وېشل شوي او ۱۵ زره ۲۴۴ کسانو ته روغتیايي مشورې او ۴۲۵ نورو کسانو ته د کورنۍ تنظیم په اړه روغتیايي پوهاوی ورکړل شوی دی.د یادونې وړ ده، چې د دغې ادارې ګرځنده روغتیايي ټیمونه او ثابت روغتیايي مرکزونه د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دوامداره توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بامیانو کې افغاني سرې میاشتې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي
سرچینې
Afghan sources
بامیانو کې افغاني سرې میاشتې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي