Developmentافغانستاندری

بامیان کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopment1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-27 20:02:08🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بامیان ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ښار کې د ٢٨ میلیونه ٣٠٠ زره افغانیو په لګښت د ٥ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې د بامیان ښاروال حافظ رازمحمد یاسر د ښاروالۍ د پرمختیايي فعالیتونو او ښاري پراختیايي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاري نظم د ښه‌ والي، پراختیا او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د دغې ادارې پر ژمنتیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې په دغو پروژو کې د غلغلې ښار دننه د یو کیلومتر سړک قیر کول، د غلغلې ښار په سیمه کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول، د فلزکارانو لپاره د ۲۲ دوکانونو جوړول، د دشت عیسی‌خان نوي ښار د سوداګریزو مارکېټونو ترمنځ د پلي لارو کانکرېټ کول او د بامیان ښار په مرکز او ښاري ناحیو کې د سېلابونو د مهار کانالونو او پلچکونو جوړول شامل دي. ورته مهال د بامیان والي قاري ګل‌حیدر شفق د ښاریانو د ژوند د وضعیت په ښه‌والي کې د ښاروالۍ د خدمتونو اهمیت ته په اشارې، د عامه خدمتونو پر پراختیا، د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو، د خلکو اړتیاوو ته پر رسېدنې او د ښار او سړکونو د پاکوالي او نظافت د وضعیت پر ښه‌ والي ټینګار وکړ. هغه د دغو موخو په ترلاسه کولو کې د مسوولینو او ښاریانو ترمنځ متقابلې همکارۍ مهمې وبللې.

اطلاعات کوتاه

موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-27 20:02:08

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بامیان کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې بشپړې شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-27 15:33:47

بامیان کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې بشپړې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button