EnglishPoliticsافغانستان

بامیان کې مالداران او لبنیات‌پلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز… — Pajhwok

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-08-24 07:02:10🎙 Listen to radio

بامیان (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): بامیان کې یو شمېر مالداران او لبنیات‌بلورونکي وایي، د لبنیاتو د پروسس، ساتنې او بسته‌بندۍ برخو کې د اسانتیاوو نشتوالي د لبني محصولاتو بازار اغېزمن کړی او له حکومت او مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې د لبنیاتو د معیاري پروسس او ساتنې مرکز ورته جوړ کړي. د بامیان په مرکز کې د «قرغنه‌تو» په نوم سیمه هغه ځای دی چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ورته شیدې، مستې، کورت، پنیر او نور حیواني محصولات د پېر او پلور لپاره راوړل کېږي. په دې سیمه کې مالداران او کلیوال په دودیز ډول کورت، شیدې، پیروی، پنیر، شړومبې، مستې، چکه، او کوچ تولیدوي او د ځایي سوداګرو له لارې بازار ته وړاندې کېږي. د قرغنه‌تو سیمې یوه اوسېدونکي علاءالدین پژواک ته وویل چې په سیمه کې د لبنیاتو تولید ښه دی، خو د کال په ډېرو میاشتو کې یې بازار کمزوری وي. دی وایي، د اخترونو پر مهال چې کورني او بهرني سیلانیان بامیان ته سفر کوي، د لبنیاتو بازار ښه کېږي، خو د کال په پاتې موده کې د دغو محصولاتو د پلور کچه راټیټېږي. دی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس او بسته‌بندۍ یو معیاري مرکز جوړ کړي، څو محصولات په ښه کیفیت پروسس، بسته‌بندي او نورو سیمو ته ولېږدول شي او په دې توګه د…

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-24 07:02:10

Timeline

  1. Pajhwok

    بامیان کې مالداران او لبنیات‌پلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 11:23:14

بامیان کې مالداران او لبنیات‌پلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button